بهرنیو چارو وزیر سره د افغانستان لپاره د اروپایي اتحادیې نوي ټاکل شوي خاص استازي وکتل

د اروپايي اتحاديې له خوا د افغانستان لپاره نوي ټاکل شوي خاص استازي، ښاغلي توماس فريلېسن، د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیر خان متقي سره وليدل.

په دې ناسته کې ښاغلي فريلېسن د اسلامي امارت په امنيت او نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د لاسته راوړنو يادونه وکړه، او د يو لړ بشري او سياسي موضوعاتو په هکله يې د نظر تبادله وکړه.

د ا.ا.ا. د بهرنيو چارو وزير وويل چې د نشه یي توکو د مخنیوي په برخه کې د افغانستان لاسته راوړنو د ملاتړ په پار د نړيوالې ټولنې له خوا له بزګرانو سره د بدیل معیشت په برخه کې لازمي مرستې او نور اړین اقدامات نه دي ترسره شوي.

د اروپايي اتحاديې خاص استازي ډاډ ورکړ چې د دې اتحاديې رسمي موقف د افغانستان د امنيت د ټینګښت او مخدره موادو سره د مبارزې په حق کې دی او هڅې به وکړو چې په بېلابېلو برخو کې همکاري ولرو.

Click here to continue