بسم الله الرحمن الرحیم
الحمد لله رب العالمین، والصلوة والسلام علی سیدنا محمد وعلی آله وأصحابه أجمعین. أما بعد:
محترمو سفیرانو، درنو دیپلوماتانو، د نړیوالو سازمانونو محترمو استازو او د غونډې درنو ګډونوالو!
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
د افغانستان اسلامي امارت د نشهیي توکو پر وړاندې مبارزه خپل دیني او ټولنیز مسئولیت ګڼي. د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ۳۱مې ګڼې فرمان له صادرېدو وروسته، په ټول هېواد کې د نشهیي توکو د کښت، تولید، پروسس، قاچاق او استعمال د مخنیوي لپاره جدي اقدامات ترسره شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت او نورو اړوندو ادارو د ۲۰۲۶ میلادي کال په ترڅ کې پراخ کشفي او عملیاتي فعالیتونه ترسره کړي دي، چې په پایله کې یې د کوکنارو کښت د پخوا په پرتله په څرګند ډول راکم شوی او نږدې صفر ته رسېدلی دی.
دغه پرمختګ د امارتي ځواکونو او اړوندو ادارو د دوامدارو هڅو او د فرمان د تطبیق لپاره د هغوی د سخت کار څرګندونه کوي. د روږدو کسانو راټولول، درملنه او بیارغونه هم د دې مبارزې مهم اړخونه دي، ځکه د نشهیي توکو ستونزه یوازې امنیتي مسئله نه ده، بلکې اقتصادي، روغتیايي او ټولنیز اړخونه هم لري.
درنو ګډونوالو!
د ترلاسه شویو پرمختګونو ساتل او د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې دوام د کورنیو اقداماتو ترڅنګ، د نړیوالې ټولنې مسئوليت هم دی، ځکه چې د نشهیي توکو موضوع یوه نړیواله او بشري موضوع ده، چې ټول انسانان ورڅخه متضرر کېږي. هغو بزګرانو ته د بدیل معیشت د دوامدارو فرصتونو برابرول چې د کوکنارو د کښت د بندیز له امله له اقتصادي ستونزو سره مخ شوي، د کرنې او کلیوالي اقتصاد پیاوړتیا، د روږدو کسانو د درملنې او بیارغونې د مرکزونو ملاتړ، د تخنیکي ظرفیتونو لوړول او د نشهیي توکو د قاچاقي شبکو پر وړاندې د سیمهییزې همغږۍ پیاوړتیا هغه مهمې برخې دي چې نړیواله ټولنه یې په اړه مسئولیت لري.
له همدې امله، د افغانستان اسلامي امارت له نړیوالو سازمانونو، مرسته کوونکو هېوادونو او اړوندو بنسټونو غوښتنه کوي چې د افغانستان د ترسره شویو اقداماتو او موجوده اړتیاوو په پام کې نیولو سره، په دې برخو کې خپلې عملي مرستې زیاتې کړي او د دوامدارو همکاریو لپاره اغېزمن پروګرامونه رامنځته کړي. په ځانګړي ډول، د بدیل معیشت او د بزګرانو د اقتصادي پیاوړتیا ملاتړ کولای شي د کوکنارو د کښت د بیا پراختیا د مخنیوي او د ترلاسه شویو پرمختګونو د دوام لپاره مهم رول ولوبوي.
په ورته وخت کې، د افغانستان اسلامي امارت د نړیوالو سازمانونو، ادارو او رسنیو راپورونه او څرګندونې په دوامداره توګه تعقیبوي. په ځینو مواردو کې د افغانستان په اړه متاسفانه داسې ادعاوې او راپورونه خپرېږي چې د واقعي وضعیت بشپړ انعکاس نه کوي، د اړوندو ادارو معلومات په کافي اندازه په پام کې نه وي نیول شوي، یا یې پایلې د موجودو شواهدو له مخې لا زیاتې څېړنې ته اړتیا لري. دا اندېښنه یوازې د نشهیي توکو په اړه راپورونو پورې محدوده نه ده، بلکې د ځینو سیاسي، امنیتي او بشـري موضوعاتو په ګډون د ماشومانو د مړینې او ورته پېښو په اړه هم د معلوماتو د سرچینو، د پېښو د څرنګوالي او د مسئولیتونو د تثبیت په برخه کې د دقت او بېطرفۍ اړتیا شته.
زموږ په باور، د نړیوالو راپورونو اعتبار د کره شواهدو، مسلکي څېړنو، د ټولو اړخونو د معلوماتو د ارزونې او د بېطرفۍ د اصولو په رعایت پورې تړلی دی. د یوې ادعا له بشپړ تحقیق او د اړوندو شواهدو له ارزونې پرته د هغې خپرول د پېښو په اړه ناسم برداشت رامنځته کوي، سوء تفاهمات رامنځته کوي، او د نړیوالو ادارو او اړوندو لورو ترمنځ پر باور منفي اغېز کوي. له همدې امله، معقوله دا ده چې نړیوال سازمانونه د افغانستان په اړه د راپورونو د چمتو کولو پر مهال د اړوندو امارتي ادارو نظرونه او معلومات هم ترلاسه کړي او د اختلاف په صورت کې د مسلکي خبرو اترو او ګډې ارزونې له لارې د واقعیتونو د روښانولو لپاره کار وکړي.
زموږ غوښتنه دا نه ده چې نړیوال سازمانونه دې د افغانستان د وضعیت له څارنې او راپور ورکولو ډډه وکړي؛ بلکې ټینګار مو دا دی چې دغه بهیر دې د دقت، انصاف او بېطرفۍ پر بنسټ ترسره شي او د ارزونې معیارونه دې په ټولو هېوادونو او موضوعاتو کې په یو ډول تطبیق شي. له ټولو هغو لارو چارو څخه جدي اجتناب وشي چې نه یوازې شته ستونزې نه شي هوارولای بلکې نوې ستونزې زیږوي او د باور او اعتماد فضا خرابوي. په فعلي حالت کې د افغانستان د اقداماتو او لاسته راوړنو منصفانه انعکاس، لکه څنګه چې د ستونزو او نیمګړتیاوو رښتینی بیان مهم دی، د متقابل باور او رغنده همکارۍ لپاره اساسي ارزښت لري.
په پای کې، د افغانستان اسلامي امارت د نشهیي توکو پر وړاندې مبارزه د حکومتونو او نړیوالې ټولنې مشترک مسئولیت ګڼي. موږ له نړیوالې ټولنې غواړو چې د افغانستان د عملي هڅو ملاتړ وکړي، د بدیل معیشت او درملنې په برخو کې اغېزناک او جدي ګامونه پورته کړي، د افغانستان په اړه خپلې ارزونې د کره معلوماتو او منصفانه قضاوت پر بنسټ ترسره کړي. باور لرو چې د ګډ مسئولیت، متقابل احترام او عملي همکارۍ له لارې کولای شو د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې ترلاسه شوي پرمختګونه وساتو او د دې ستونزې د سیمهییزو او نړیوالو اغېزو د کمولو لپاره اغېزمن ګامونه پورته کړو.
والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته