د بهرنيو چارو وزارت مکې مکرمې ته څېرمه د ډرون برید هڅه غندي

مکې مکرمې ته څېرمه د ډرون برید د هڅې په اړه خپاره شویو راپورونو د ا.ا.ا. بهرنیو چارو وزارت ژوره اندېښنه راپارولې، او د حرمینو شریفینو پر لور هر ډول اقدام، چې د دغو سپېڅلو اماکنو امنیت او حرمت ته ګواښ پېښوي، یو نه بښونکی جنایت بولي او په کلکو ټکو یې غندي.

حرمین شریفین د اسلامي امت ګډ سپېڅلي او د درناوي وړ مقدسات دي. د دغو مقدساتو امنیت، حرمت او تقدس باید د هر ډول شخړې، تاوتریخوالي او پوځي اقداماتو له اغېزو خوندي وساتل شي. د حرمینو شریفینو پر لور هر ډول ګواښ، د مسلمانانو ژور احساسات راپاروي او د سیمې د لا زیاتې بې‌ثباتۍ سبب ګرځي.

Click here to continue