د بهرنيو چارو وزارت په کوهاټ ښار کې پر جومات بريد غندي

د افغانستان اسلامي امارت دبهرنیو چارو وزارت د خیبر پښتونخوا ایالت په کوهاټ ښار کې پر جومات د جمعې د لمانځه پر مهال ترسره شوی برید چې ګڼو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې، په کلکو ټکو غندي او په مقدسه اماکنو بریدونه یو نه توجیه کېدونکی د غندنې وړ عمل ګڼي، د یادې غمجنې پېښې له امله د قربانیانو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوي.

Click here to continue