پاکستان کې د نیول شویو مصنوعي مخدره موادو په تړاو د ویاند څرګندونې

په اسلام آباد کې د امریکا د متحده ايالاتو د سفارت له خوا افغانستان ته د هغو مصنوعي مخدره موادو د منشاء نسبت کول چې د ياد سفارت په وينا د متحده ايالاتو او پاکستان په ګډو هڅو يې سريلانکا ته د قاچاق مخه نيول شوې، يو بې بنسټه او سياسي انګېزه لرونکی تور دی.

د افغانستان اسلامي امارت له خوا په هېواد کې د مخدره موادو د ټولو ډولونو توليد، قاچاق او استعمال په مطلق ډول بند دي. برعکس، په افغانستان کې له بنديدلو وروسته د مخدره موادو کښت، توليد او قاچاق د ډيورنډ کرښې بلې غاړې ته په پراخه پیمانه زیات شوی.

دې ته په کتلو چې افغانستان پر مخدراتو د بنديز تر څنګ د مصنوعي مخدراتو د توليد وړتيا هم نه لري، او له نږدې يوه کال راهيسې د ډيورنډ کرښې عبوري نقطې په بشپړه توګه د هر ډول حرکت پر مخ بندې دي، په اسلام آباد کې د متحده ايالاتو پر سفارت غږ کوي چې د نيولی شويو مخدراتو منشاء په کوربه هيواد کې ولټوي او د نورو د تبليغاتي وسيلې په توګه و نه کارول شي.

Click here to continue