د سعودي عربستان پر ریاض او نورو هوايي ډګرونو د بریدونو په اړه د ویاند څرګندونې

د سعودي عربستان پر ریاض او نورو هوايي ډګرونو وروستي بریدونه، چې د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې لامل شوي، د ژورې خواشینۍ وړ دي. د ملکي وګړو ژوند او خوندیتوب ته متوجه هر ډول برید د غندنې وړ ګڼو.

د تاوتریخوالي زیاتوالی او د شخړې پراخېدل د ټولې سیمې امنیت او ثبات له ګواښ سره مخ کوي. له ټولو لوريو غوښتنه کوو چې له زغم څخه کار واخلي، له هغو اقداماتو ډډه وکړي چې وضعیت لا پسې کړکېچنوي، او د تاوتریخوالي د کمولو او د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره لازم ګامونه پورته کړي.

Click here to continue