اکتوبر ۲۷، ۲۰۲۶
کابل، افغانستان
بسم الله الرحمن الرحیم
الحمد لله رب العالمین والصلوة والسلام علی رسوله محمد وعلی آله وأصحابه أجمعین. امابعد:
د کورنیو چارو او بهرنيو چارو محترمو معین صاحبانو، محترمو سفیرانو او دیپلوماتانو، د نړیوالو سازمانونو ښاغلو مسؤلینو او استازو او درنو ګډونوالو،
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته،
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ته ستاسو د راتګ او په دې مهمه غونډه کې د ګډون له امله مننه کوم.
د نشهيي توکو پر وړاندې مبارزه د افغانستان اسلامي امارت له مهمو مسؤولیتونو څخه ده. د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی د ۳۱مې ګڼې فرمان، چې د نشهيي توکو کښت، تولید، پروسس، قاچاق او استعمال یې منع کړی، د دې مبارزې لپاره د اسلامي امارت د پرېکنده دریځ څرګندونه کوي. هغه ستونزه چې د لسیزو په اوږدو کې د ګڼو حکومتونو او ادارو د هڅو باوجود یې حل ناشونی ښکارېده، اوس په جدي اقداماتو سره مهار شوې ده. او دا د افغانستان په معاصر تاریخ کې یوه مهمه لاستهراوړنه ده. دا پرمختګ باید د جدي پاملرنې او درناوي وړ وگڼل شي او باید د سیاسي ملاحظاتو قرباني نه شي.
محترمو ګډونوالو،
د افغانستان اسلامي امارت چمتو دی چې له اړوندو نړیوالو ادارو سره په همغږۍ ساحوي لیدنې تنظیم کړي څو هغوی د فرمان د تطبیق، د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو او د قانون د عملي پلي کېدو وضعیت په خپلو سترګو وویني او د شواهدو پر بنسټ خپلواکه ارزونه وکړي. د ځینو اړوندو ادارو له لوري ساحو ته نه تګ او د واقعیتونو له نږدې نه ارزول، دا اندیښنه رامنځته کوي چې موضوع له تخنیکي او مسلکي ارزونې څخه سیاسي ملاحظاتو ته اړوي.
نشهیي توکي په پولو نه محدودېږي او زیانونه یې د یوه هېواد تر جغرافیې نه ایساريږي. له همدې امله، د دې پدیدې پر وړاندې اغېزمنه مبارزه د افغانستان او نړیوالې ټولنې ګډ مسئولیت دی. زموږ په باور، د دې مبارزې د دوام او پیاوړتیا لپاره باید د امنیتي اقداماتو ترڅنګ د بزګرانو د بدیل معیشت ملاتړ، د روږدو کسانو درملنه او د قاچاق د شبکو پر وړاندې سیمهییزه او نړیواله همکاري هم پیاوړې شي.
زموږ لپاره اوس لوی تشویش او سرخوږی د افغانستان په ګاونډ کې په ډېره پراخه پیمانه د مخدره توکو کښت او بیا قاچاق دی، چې که نړیواله ټولنه یې مخنیوي ته توجه ونکړي، نو دا مبارزه به نیمګړې پاته شي. همدارنګه، که د افغانستان د اسلامي امارت قاطع اقدامات دقیق و نه ارزول شي او د مخدره توکو د کنترول راپورونه په غیر مسلکي شکل ترتیب شي او د ساحو حقیقي ارزونه ونه شي، یا د مغرضو کړیو روایت ته تشهیر ورکړل شي، دا به له دې کامیابي مبارزې سره لویه جفا وي.
راځئ چې د کره شواهدو، ګډ مسؤولیت او عملي همکارۍ پر بنسټ دا لاستهراوړنې وساتو او پیاوړې یې کړو.
ستاسو له ګډون او پاملرنې څخه مننه کوم. د بهرنیو چارو او کورنیو چارو وزارت محترم معین صاحبان به د پروګرام پاتې برخه له تاسو سره پر مخ یوسي او په اړوندو موضوعاتو کې به نور معلومات وړاندې کړي.
الله تعالی دې زموږ هېواد او ټول بشریت د نشهيي توکو له زیانونو څخه وساتي او موږ ټولو ته دې د دې ناوړه پدیدې پر وړاندې د اغېزمنې مبارزې توفیق رانصیب کړي.
وآخر دعوانا أن الحمد لله رب العالمین.

