د بهرنيو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان شارژدافير احضار کړ

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفارت شارژدافیر احضار کړد افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفارت شارژدافیر احضار او د افغانستان د هوايي حریم د نقض او د هېواد پر یو شمېر ولایتونو د پاکستاني پوځ د هوايي بریدونو په اړه یې شدید او قاطع اعتراض څرګند کړ او احتجاج لیک یې ورته وسپاره.

تېره شپه د پاکستاني پوځ له لوري د افغانستان پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه ترسره شوي، چې په پایله کې یې یو شمېر ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.د افغانستان اسلامي امارت دغه بریدونه په کلکو ټکو غندي او د افغانستان د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره نقض او د اسلامي، نړیوالو، بشري او د ګاونډیتوب له اصولو سره په ټکر کې بولي.

اسلامي امارت هغه بې‌بنسټه ادعاوې په کلکه ردوي چې د پاکستان د وروستیو امنیتي پېښو د توجیه لپاره د افغانستان خاوره د سرچینې په توګه مطرح کېږي او څرګندوي چې د دا ډول ادعاوو پر بنسټ د پوځي اقداماتو توجیه کول د واقعیتونو د تحریف، د عامه افکارو د مغشوشولو او د خپلو داخلي ناکامیو د پټولو هڅه ده، همدا راز د پاکستان پوځي رژیم هڅه کوي چې له سیمه‌ییزو هېوادونو سره د شویو تعهداتو له عملي کولو څخه د تېښتې لپاره ځان په داسې اقداماتو کې بوخت وښيي چې د وضعیت د لا ترینګلتیا او د تشنج د زیاتېدو لامل کېږي.

Click here to continue