۲۰ ٱلْمُحَرَّم ۱۴۴۶

‏نن په مسکو کې د افغانستان سفارت د ا.ا.ا له خوا استول شوي ديپلومات ته وسپارل شو.

د ا.ا.ا د بهرنيو چارو وزارت د روسيې فدراتيف له حکومت مننه کوي چې د افغانستان ديپلومات ته يې باورليک ورکړ او زمينه يې برابره کړه چې افغان سفارت د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو په تامين ‏او په روسيه کې مېشتو هېوادوالو ته پر وخت خدماتو وړاندې کولو کې خپل رول ولوبوي.

د ا.ا.ا د افغانستان د مشروع حکومت په توګه حق لري چې له هېواده بهر د افغانستان د سياسي استازوليو مدیریت په لاس کې واخلي او نړۍ سره مسئولانه تعامل وکړي.