۲۰ ٱلْمُحَرَّم ۱۴۴۶

نن د بهرنیو چارو وزارت په مرمرینه ماڼۍ کې یوه پرتمینه غونډه جوړه شوه.

په یاده غونډه کي د ګڼو وزارتونو ویاندویانو، لیکوالانو او مطبوعاتي فعالینو ګډون درلود. په دې ناسته کې په سیاسي جریاناتو، پرمختګونو او لاسته راوړنو، د هیواد په فعلي وضعیت، د اسلامي امارت د بشپړ حاکمیت راورسته د راغلو تحولاتو په تړاو خبرې وشوې. محترم متقي صاحب د سیاسي برخې په اړه وویل چې چارې په ښه ډول روانې دي، ورځ تر بلې مو ډیپلوماتیکه ساحه پراخیږي دسیمې او نړۍ له هیوادونو سره مو اړیکې د پیاوړتیا په لور روانې دي او تر منځ مو د اعتماد فضاء جوړیږي. متقي صاحب زیاته کړه چي وروسته له څلورو لسیزو په هیواد کې خپلواکه نظام راغلی، ټول دولتي مصارف له داخلي عوایدو پوره کیږي، اداري او مالي فساد په مطلق ډول لمنځه تللی، ورځ تر بلې خصوصي سکتور مخ پر ودې روان دی او همداراز نوري ګنې لاسته راوړنې لرو. د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین محترم الحاج شیر محمد عباس ستانکزي صاحب په خپلو خبرو کې مطبوعاتي فعالیت ته په اشارې سره وویل چې رسمي او غیر رسمي مطبوعاتي فعالین مسؤلیت لري چې روان وضعیت په حقیقي توګه معرفي کړي او د نوي حکومت په راتگ سره راغلي پرمختګونه په خپل حد کېد ولس او نړیوالو سره شریک کړي. دغونډي ګډونوالو هم خپل نظریات څرګند کړل او د نشراتي برخي د برمختګ لپاره یې رغنده وړاندزونه وکړل. دغونډي ویدیو راپوربه وروسته نشر شي.