د چین سفیر په افغانستان کې له سرتاسري امنیت څخه خوښي څرګنده کړه او له اسلامي امارت یې وغوښتل چې په کابل کې د دغه هېواد د سفارت امنیت ته لا زیاته پاملرنه وکړي.
ښاغلي ستانکزي د افغانستان له خلکو سره د چین له بشري مرستو څخه د مننې په ترڅ کې له چین سره د اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا او پراختیا ټینګار وکړ.ښاغلي ستانکزي همدا راز د چین سفیر ته ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت به هیچا ته اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د بل هیواد پر ضد وکاروي او زیاته یې کړه چې په افغانستان کې د بهرني سیاسي استازو د امنیت تأمین د اسلامي امارت لومړیتوب دی.