مولوي امیر خان متقي د مرحوم الحاج نادرخان زوی، د ۱۳۴۹ل (۱۹۷۰) کال د کب په ۷مه د هلمند ولایت نادعلي ولسوالۍ په زرغون کلي کې زیږېدلی دی. د ښاغلي متقي کورنۍ په اصل کې د پکتیا اوسیدونکې ده، چې وروسته هلمند ته کوچېدلي دي.
ښاغلي امیر خان متقي لومړنۍ زده کړې په خپل کلي او مسجد کې پیل کړې، په هېواد کې د کمونستانو له کودتا او د شوروي له یرغل وروسته په نهه کلنۍ يې له خپلې کورنۍ سره گاونډي پاکستان ته هجرت وکړ، د هجرت په ټاټوبي کې يې د افغان مهاجرینو په مختلفو دیني مدرسو کې د دیني او مروجو علومو زده کړې وکړې.
نوموړي د خپلې ځوانۍ په لومړیو کلونو کې د کمونست رژیم په وړاندې په هلمند ولایت کي مسلح جهاد پیل کړ، کله چې د ډاکتر نجیب الله په مشرۍ کمونسټ رژیم ونړېد ښاغلي متقي هم د یو شمیر نورو مجاهدو طالبانو په څېر د خپل نیمگړي تعلیم پوره کولو ته مخه کړه.
په ۱۳۷۳ل (۱۹۹۴) کال هغه مهال، چې په هېواد کې د واکمن انارشیزم په وړاندې د طالبانو اسلامي تحریک پیل شو، نوموړي د پیل له همدې شېبې د اسلامي تحریک په چوکاټ کې خپله مبارزه پر مخ بېوله.
مولوي امیر خان متقي د هېواد په معاصر سیاسي پړاو کې پېژندل شوی افغان سیاستوال او د افغانستان د اسلامي امارت له رهبرۍ غړو څخه دی، چې د اسلامي امارت د لومړۍ واکمنۍ په مهال او اوس د بیا ځلي واکمنېدو په لړ کې د نظام په کچه په سیاسي، فرهنگي او اداري مهمو برخو کې يې د کار او فعالیت د رغنده مسوولیت په تر سره کولو سره پیاوړې ونډه اخیستې ده.
د رسمي اداري دندو او د افغانستان د کابینې د غړیتوب تر څنگ ښاغلي مولوي امیر خان متقي په گڼو مواردو کې د افغانستان اسلامي امارت د مخکښ مرکچي په توگه هم دندې تر سره کړې دي. په دې لړ کې ښاغلي متقي د هغه پلاوي مشري پر غاړه درلوده، چې له پخوانۍ شمالي ټلوالې سره د خبرو لپاره د اسلامي امارت د مشر مرحوم ملا محمد عمر مجاهد لخوا ټاکل شوی و، چې د نوموړي تر مشرۍ لاندې یاد پلاوي له ټلوالې سره د ازبکستان په تاشکند کې د ۶ + ۲ هیوادونو په گډون، بیا د ترکمنستان په پلازمېنه عشق اباد او په درېیم ځل د اسلامي کانفرانس په منځگړیتوب د سعودي عربستان په جده کې مذاکرات ترسره کړل.
ښاغلي متقي د طالبانو د اسلامي تحریک او اسلامي امارت په لړ کې لاندې مهمې دندې او مسوولیتونه تر سره کړي دي: