دغه ناسته کي د افغانستان-پاکستان پر اړوندو سياسي-اقتصادي ،تجارتي، ټرانزيټي اړیکو او په یادو برخو کې د لازمو تسهیلاتو د رامنځته کولو په باب هراړخيزې خبرې وشوې، دغه راز په ناسته کې په پاکستان کې د افغان مهاجرینو او سوداګرو د اسانه تګ راتګ په تړاو هم اغېزمن بحثونه ترسره شول.