نن د بهرنیو چارو وزارت په جومات کې د یاد وزارت پر عمومي سړک د چاودنې په پايله کې، د شهیدو شویو کارمندانو د فاتحې او ختم القرآن مراسم په داسي حال کې تر سره شول چې د بهرنیو چارو وزیر، معین صاحبانو، د وزارت کارمندانو او د شهداوو د کورنیو غړو شتون درلود،

په یادو مراسمو کې د شهیدانو وارثینو په خپلو ویناوو کې د حاکم اسلامي نظام څخه د ملاتړ تر څنګ د ساتنې او بقاء لپاره لا نورو قربانیو ته خپل هوډ څرګند کړ.
د غو مراسمو کې د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیرخان متقي د شهیدانو کورنیو ته تسلیت او تعزیت ووایه، په دغه ستر غم کي یې له دوی سره ا.ا.ا شریک وباله، هغه شهید شوي کارمندان ستره ضایعه وبلله او ډاډ یې ورکړ چې ا.ا.ا به هیڅکله دوی هیر نکړي.
دغه راز سیاسي معین محترم ستانکزي صاحب په خپلو خبرو کې وویل، د راغلي اسلامي نظام او هیواد ساتنه یواځې د امنیتي ارګانونو مسؤلیت ندی، بلکي هر افغان مکلف دی د دښمن په وړاندي خپل ایماني رسالت ترسره کړي او پرینږدي چې دښمن خپلو شومو اهدافو ته ورسیږي.
همدارنګه اداري معین محترم مولوي رحمت الحق فضیل صاحب د شهیدانو د شهادت په درجاتو او اقاربو ته د الله لخوا د لوړ اجر په ورکولو عالمانه خبرې وکړې.
د ختم القران او فاتحي مراسم دشهیدانو او زخمیانو لپاره په اختتامیه دعاء پای ته ورسيدل.