د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت پر غزه د اسرائيلي اشغالگر رژیم بمبار په کلکو ټکو غندي

د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت پر غزې تړانګه د اسراییلي اشغالګر رژیم د بریدونو بیاپیل، چې په ترڅ کې یې تر دې دمه تر ۳۰۰ زیات بې گناه فلسطینیان، چې ډېری یې مېرمنې او ماشومان دي، شهیدان او ټپیان شوي، په کلکو ټکو غندي.
د صهیونیستي يرغلگرو دغه وحشیانه عمل نه یوازې د بشري حقونو او نړیوالو قوانینو خلاف دی، بلکې د انسانیت له اساسي ارزښتونو سره هم ښکاره تضاد لري.

اسلامي امارت یو ځل بیا پر ذيدخله په ځانگړي ډول مؤثرو هیوادونو، غږ کوي چې د فلسطین له مظلوم ولس څخه خپل کلک ملاتړ څرگند کړي او د اشغال د پای ته رسولو لپاره عملي او جدي اقدامات تر سره کړي.

د افغانستان اسلامي امارت د تل په څېر د فلسطین قضیه د اسلامي امت یوه اساسي او گډه موضوع بولي او د هغوی د حقې مبارزې او مشروع مقاومت یو ثابت حق گڼي او ملاتړ یې کوي.