ناروې کې مېشتو درنو هيوادوالو او نورو مراجعينو ته خبر ورکول کیږي چې په اوسلو کې د افغانستان سفارت د ۱۴۰۴ش کال د حمل له څلورمې نېټې څخه، چې د ۲۰۲۵م کال د مارچ له ۲۴مې سره سمون لري، قونسلي خدمتونه بيا پيلوي.
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ناروې کې د قونسلي خدمتونو بیا پيل یو مثبت ګام بولي.