په دې کتنه کې د دواړو لورو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا، د جبري راستنېدونکو کډوالو د ستونزو په حل او یوشمېر نورو موضوعاتو خبرې وشوې.دکتور محمدنعیم څرګنده کړه چې اسلامي امارت د ټولو هغو بنسټونو ملاتړ ته ژمن دی، چې چارې یې د افغانانو په خیر وي.
ده همدارنګه له ملګرو ملتونو وغوښتل، چې له افغان حکومت سره په ګډه د جبري راستنېدونکو کډوالو د لومړنیو اړتیاوو په برابرولو کې کوټلي ګامونه پورته کړي. همداراز ټینګار يې وکړ چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د اجباري ایستلو پر مهال روان ناوړه چلند د ټولو بشري اسلامي او ګاونډيتوب د ارزښتونو خلاف دی او نړیواله ټولنه باید په دې اړه خپل غږ پورته کړي.
د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال د افغانستان د عمومي امنیت له ټینګښت او هم لرې پرتو سیمو ته د خدمتونو د رسېدو له امله خوښي وښوده. او زیاته يې کړه، سربېره پردې چې مالي سرچینې محدودې شوې دي، خو بيا هم ملګري ملتونه د افغانانو د ملاتړ او د راستنېدونکو کډوالو د ستونزو د هواري په برخه کې له اسلامي امارت سره ګډ کار ته ژمن دي او دوام ورکوي.