د بهرنيو چارو وزير له خپل ايراني سيال سره ټيليفوني خبرې وکړې

په دې مکالمه کې دواړو خواوو د افغانستان او ایران ترمنځ د دوو اړخیزو همکاریو پر پراختیا او د سیمې پر وروستیو پرمختګونو خبرې او نظرونه سره شریک کړل.
د هیواد د بهرنیو چارو وزیر د همکاریو او سیمه‌ییزو غونډو دایرېدو په اړه د افغانستان اسلامي امارت پر دریځ د ټینګار تر څنګ، وویل چې د ثبات ساتل او د سیمه‌ییزو همکاریو لا زیات پیاوړي کول د افغانستان لپاره یوه مهمه لومړیتوب دی.

د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر هم د خپل هېواد د وروستیو هڅو په اړه چې د سیمه‌ییزو همکاریو د پراختیا په موخه یې کړي دي، توضیحات ورکړل او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د خبرو او ډیالوګ پر دوام یې ټینګار وکړ.