په دې ټیلیفوني مکالمه کې د هېواد د بهرنيو چارو وزير د پاکستان له خوا د وروستیو هوايي بريدونو په هکله چې پکې ملکي وګړي په نښه شوي وو خپله ژوره انديښنه څرګنده کړه او یاده یې کړه چې د تيرو څلورو کلونو په جريان کې د پاکستان له لوري په داسې مکرر بريدونو کې يوازې ملکي وګړي په نښه شوي دي. همداراز، په یادو بریدونو کې هېڅکله داسې کوم وسلهوال نه دی وژل شوی چې پاکستانی لوری یې د شتون او په نښه کولو ادعا کوي چې دا د پاکستان له لورې پر افغانستان تورونه بې بنسټه ثابتوي.
د بهرنيو چارو وزير زياته کړه چې په افغانستان کې وسلوالي ډلي شتون نه لري او د کور دپلوماتيک په شمول ټول اړخونه کولای شي چې د وروستي هوايي بريد ځای ته ورشي او وضيعت له نږدې وارزوي.
آغلې ډيکارلو په وروستي بريد کې د ملکيانو تلف کيدلو باندې خپله ژوره غمرازي ښکاره کړه او ویې ويل چې د هوايي بريدونو موضوع به د ملګرو ملتونو له غړو هیوادونو او ټولو اړخونو سره راپورته کوي.
په دې مکالمه کې همدارنګه د دوحې د ناستو، کاري ډلو، او اړوندو نورو مسائلو په تړاو هم خبرې او وړانديزونه وشول، او هيله څرګنده شوه چې د شته پرمختګونو سره سره به ګډو هڅو ته دوام ورکول کيږي چې نور پرمختګ ته هم لار اواره کړي.