د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر او متحده عربي اماراتو د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزير ترمنځ ټيليفوني خبرې وشوې په دې مکالمه کې پر دوو اړخیزو اړیکو، د افغانستان او امريکا ترمنځ موضوعاتو، سيمهييز وضعیت او د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستيو جریاناتو په تړاو خبرې وشوې.
د هېواد د بهرنیو چارو وزیر په سر کې د متحده عربي اماراتو د لومړي وزیر له مرستیال او د بهرنیو چارو له وزير مننه وکړه چې په افغانستان کې يې د امريکايي اسير د خلاصون په موضوع کې بریالی منځګړتوب وکړ او امادګي یې وښوده چې پاتې موضوعات د دوه اړخیزو اړیکو له لارې په بشپړ ډول حل شي.
د سيمهييز وضعيت په اړه د بهرنیو چارو وزیر وويل، متاسفانه امریکا او اسراییلو د ايران پرخلاف داسې جګړه پیل کړه چې د ټولې سیمې امنیت یې له ګواښ سره مخ کړ. نوموړي په سيمه کې د جګړې پراختيا د اندېښنې او غندنې وړ پارونه وبلله زياته يې کړه چې د متحده عربي اماراتو زغم او تدبیر د ستاینې وړ دي.
مولوي امير خان متقي همداراز د افغانستان او پاکستان د وضعيت په اړه وويل، افغانستان د ګاونډي په توګه غواړي چې له پاکستان سره ستونزې د خبرو او تفاهم له لارې حل کړي او هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د پاکستان په خلاف وکاروي په دې برخه کې جدي اقدامات هم شوي دي.
د بهرنيو چارو وزير زياته کړه چې د پاکستان په وړاندې د افغانستان ټول پوځي اقدامات دفاعي وو او د تیري په صورت کې د ځان لپاره د مشروع دفاع حق خوندي بولي.د متحده عربي اماراتو د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او امريکا ترمنځ اړيکې مهمې وبللې او چمتووالی يې وښود چې هېواد به يې په دې برخه کې د مثبت رول لوبولو ته ادامه ورکړي.
ښاغلي عبدالله بن زايد آلنهيان د ايران پرخلاف د پيل شوې جګړې په اړه د خپل هیواد موقف بیان کړ او د سیمي د وضعیت په اړه یې خپل نظر شریک کړ.د اماراتو دولت د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر همداراز د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتريخوالی د هېڅ لوري په ګټه ونه باله او څرګنده يې کړه چې هېواد به يې د ستونزو د اواري په برخه کې خپلې هڅې دوامداره وساتي.
محترم عبدالله بن زايد آلنهيان په پای کې د هېواد د بهرنیو چارو وزیر ته ډاډ ورکړ چې نوي وضعيت ته په پام، متحده عربي اماراتو کې د مېشتو افغانانو خونديتوب ته ځانگړې پاملرنه کوي.