د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان شارژدافیر احضار کړ

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفارت شارژدافیر احضار کړ او د افغانستان د هوايي حریم د نقض او د بې ګناه ملکي وګړو پر کورونو د بمبارۍ په تړاو یې خپل شديد او قاطع اعتراض ورته وړاندي کړ.

تېره شپه، د ذوالحجې مبارکي مياشتې په ۲۳مه نیټه، د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا د افغانستان هوايي حریم په ښکاره ډول نقض کړ او د خوست، پکتیکا او کنړ ولايتونو په ځينو سيمو کې یې د ملکي افغانانو کورونه بمبارد کړل، چې له امله یې ۱۱ ماشومان، یوه میرمن او یو سپینږیری شهیدان او ۱۴ تنه نور ملکي وګړي چې ښځې او ماشومان پکې شامل دي ټپیان شول.

اسلامي امارت دغه تېری او بشري جنایت د نړیوالو اصولو او قوانینو ښکاره نقض بولي, په کلکو ټکو یې غندي او یو ځل بیا ټینګار کوي چې د خپلې خاورې دفاع او د ولس امنیت تأمینول خپل شرعي مسئولیت ګڼي. پاکستاني لوری باید دا درک کړي چي نیابتي سیاستونو د تطبیق پر ځاى دي خپلو داخلي ستونزو ته په اساسي ډول حل ومومي، څنګه ممکنه ده چې په يوه خاوره کې د ماشومانو او ښځينه وو وژل، د بلې خاورې د امنيت ټينګښت په معنا شي.
یو ځل بیا په صراحت یادونه کوو چې د دغو تکراري پاروونکو اقداماتو او جنایتونو د ټولو پايلو مسئولیت به د پاکستان پوځ پر غاړه وي.