نن په کابل کې د ا.ا.ا. د بهرنيو چارو وزارت اداري او مالي مرستيال محترم دوکتور محمدنعیم او د ايران اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارت د قونسلي چارو مرستيال وحيد جلالزاده په مشرۍ د دواړو هېوادونو د قونسلي ګډې کمېټې پنځمه ناسته تر سره شوه.
په ياده ناسته کې دواړو پلاوو د مهاجرينو پر ستونزو، قونسلي خدمتونو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه تفصيلي خبرې وکړې او د ګډو ګټو په هکله يې نظرونه تبادله کړل.
دواړو لوريو ژمنه وکړه، چې د شته ستونزو د حل د همغږۍ پياوړتيا او قونسلي همکاريو د پراختيا په موخه به په راتلونکي کي هم د ګډې کمېټې غونډې په منظم ډول دوام ومومي.