بهرنیو چارو وزیر مسکو کې خپل روسي سیال سره وکتل

د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د روسیې فدراسیون د بهرنیو چارو له وزیر ښاغلي سرګئي لاوروف سره وکتل.
په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو د دوه‌اړخیزو اړیکو، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو، سیمه‌ییزو موضوعاتو او د سیاسي مشورو د دوام په اړه خبرې وکړې.

مولوي امیر خان متقي د افغانستان او روسیې ترمنځ د سیاسي تفاهم د لا پیاوړتیا ترڅنګ، پر اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي همکاریو د لا زیات تمرکز غوښتنه وکړه او ویې ویل چې افغانستان له روسیې سره د اوږدمهاله همکاریو پراختیا ته اهمیت ورکوي. نوموړي همداراز د سیمه‌ییز ثبات په برخه کې د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګئي لاوروف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سیاسي مشورو د دوام پر اهمیت ټینګار وکړ او د اقتصادي او تجارتي اړیکو د لا پیاوړتیا په اړه یې د روسیې لېوالتیا څرګنده کړه. نوموړي همداراز د نشه‌یي توکو د له منځه وړلو او د امنیت د تحکیم په برخه کې د افغان حکومت د مثبتو اقداماتو ستاینه وکړه.

Click here to continue