د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیرخان متقي د دغه وزارت د ډیپلوماسۍ انسټیټیوټ د اوومې ډیپلوماسۍ دورې محصلینو ته «د افغانستان اسلامي امارت بهرنۍ ډیپلوماسي» تر سرلیک لاندې مفصله وینا وکړه.
د هیواد د بهرنیو چارو وزیر د اسلامي امارت د بهرنۍ پالیسۍ پر اساسي اصولو، د ډیپلوماسۍ پر ارزښت، د ډیپلوماټانو پر مسلکي او اخلاقي ځانګړتیاوو، د ملي ګټو پر ساتنې او له ګاونډیو، سیمهییزو او نړیوالو هېوادونو سره د متقابل احترام پر بنسټ د اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې.
همداراز، د بهرنیو چارو وزیر د یادې دورې ګډونوالو ته د مطالعې، د زدهکړو د دوام، مسلکي وړتیاوو د لوړولو او د ډیپلوماټیکو مهارتونو د پیاوړتیا په اړه اړینې سپارښتنې وکړې.