loader image

بهرنیو چارو وزیر سره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیر خان متقي، د افغانستان لپاره د روسیې فدراسیون د ولسمشر له ځانګړي استازي، ښاغلي ضمیر کابلوف، سره وکتل.

په دې لیدنه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا، په ځانګړې توګه د سوداګرۍ د کچې پر لوړولو او په دې برخه کې د شته فرصتونو پر اغېزمنې استفادې هراړخیزې خبرې وشوې.

د بهرنیو چارو وزیر د روسیې فدراسیون سره د افغانستان د اړیکو پراختیا مهمه وبلله او ټینګار یې وکړ چې دواړه هېوادونه باید د متقابلو ګټو پر بنسټ له شته اقتصادي او سوداګریزو فرصتونو څخه ښه ګټه پورته کړي.

د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي په خپل وار په افغانستان کې وروستي پرمختګونه وستایل او په ځانګړې توګه یې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د اسلامي امارت هڅې د پام وړ وبللې. نوموړي د دې مبارزې په اړه د ځینو نړیوالو ادارو راپورونه هم له واقعیتونو سره سم ونه بلل.

محترم مولوي امیرخان متقي څرګنده کړه چې د افغانستان اسلامي امارت د نشه‌يي توکو د کښت، تولید او قاچاق پر وړاندې جدي او دوامداره مبارزې ته ژمن دی او په دې برخه کې هڅې د هېواد او ټولې سیمې لپاره مهمې ګڼي.