loader image

بهرنیو چارو وزیر د آغا خان شبکې د پوهنتونونو او روغتونو برخې له رئیس سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر، محترم مولوي امیرخان متقي، د آغاخان پراختيايي شبکې د رهبري لوړپوړي پلاوي او د پوهنتونونو او روغتونونو له رئیس، ډاکټر سلیمان شهاب‌الدین، او مل پلاوي سره ولیدل.

په یاده لیدنه کې ښاغلي متقي په افغانستان کې د صحت او تاریخي ځايونو بيارغونې په برخه کې د یادې شبکې د کړنو ستاینه وکړه او نورو ولایتونو ته د صحي فعالیتونو غځول، د تاریخي-تفریحي ځایونو بیا رغونه، او د بدیل معیشیت اړوند د افغان بزګرو ملاتړ په برخه کې د یادې شبکې همکاریو غوښتنه وکړه.

ښاغلي شهاب الدین وویل چي د FMIC (د میندو او ماشومانو لپاره د فرانسې طبي انستیتیوت) د ظرفيت لوړولو او پراختیا په شمول د روغتیايي خدماتو د زیاتوالي پلان لري، تر څو د افغانانو لپاره زیات خدمتونه وړاندې کړي.

لیدنه د دواړو لوریو ترمنځ د لا زیاتو همکاریو او همغږۍ پر ټینګار پای ته ورسېده.