Category - مطبوعاتي-اعلاميې

د سلایدر خبر مطبوعاتي-اعلاميې

د ایراني لوري افغان حکومت ته د بندیانو د سپارلو په تسلسل کې نن د ١٤٠١ ه ش کال د حوت۱۶ د هرات ولایت اسلام قلعه بندر له لاري (۱۸۹) تنه افغان بندیان چې په ایران هیواد کې زنداني وو، د دواړو هیوادونو ترمنځ د شویو مذاکراتو او توافق په پایله کې افغان حکومت ته وسپارل شول.

د سلایدر خبر مطبوعاتي-اعلاميې

د ا.ا.ا د بهرنيو چارو وزارت د ايران په اسلامي جمهوريت کې مېشتو افغانانو ته خبر ورکوي چې په تهران کې به د افغان سفارت فعاليتونه د نوي شارژدافير او دیپلوماتانو له ګومارنې سره سم په ښه روحيه او تعهد د دواړو هېوادونو درنو وګړو ته د خدمت‌رسونې چارې په عادي توګه دوام پېدا کړي.

د سلایدر خبر مطبوعاتي-اعلاميې

د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت بلغاریا کې د وروستۍ پېښې له امله د ١٨ تنو شهیدو شویو افغانانو د جنازو د انتقال په اړه په دغه هیواد کې افغان سفارت ته دنده سپارلې چې د عدلي طب د تحقیقاتو له بشپړېدو وروسته یې هیواد ته د انتقال په تړاو پر وخت همغږۍ ترسره کړي.