‏د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي بلاول بوټو د څرګندونو په تړاو د ا. ا. ا. د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په مونیخ کنفرانس کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي بلاول بوټو د هغو خبرو هرکلی کوي چې سوله ییز افغانستان یې د سیمې ‏د ثبات لپاره مهم بللی او غوښتنه یې کړې ده چې نړیواله ټولنه دې له افغان حکومت سره د ظرفیت لوړونې په برخو کې مرستې وکړي، کنګل شوې شتمني دې ازاده کړي، بانکي محدودیتونه دې لرې کړي او له افغانانو سره دې بشري مرستو ته دوام ورکړي.

مګر هغه څرګندونې له حقیقته لرې دي چې د ده په وینا ښايي ‏ترهګرې ډلې له افغانستان څخه ترهګریز فعالیتونه وکړي او که نړیواله ټولنه دې مسئلې ته جدي پام ونه کړي نو د پاکستان په څېر به نه یوازې د افغانستان نږدې ګاونډیانو ته ګواښ شي، بلکې غرب ته به هم ګواښ وي ځکه افغان حکومت لا تر اوسه منظم امنیتي ځواکونه نه لري.‏د افغانستان اسلامي امارت د سیمې او نړۍ هېوادونو ته په عمل کې ثابته کړې چې د منظمو او مجربو امنیتي ځواکونو پر مټ يې هیچاته اجازه نه ده ورکړې چې د افغانستان خاوره د چا پر ضد وکاروي. د یادولو ده چې د افغانستان امنیت اوس د نړۍ تر ډېرو هېوادو ښه دی.‏غواړو د سیمې او نړۍ د هېوادونو پام دې حقیقت ته راوګرځوو چې اسلامي امارت هم د اشغال پرمهال او هم له فتحې وروسته د افغانستان او سیمې د امنیت ټینګښت لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي دي،‏چې په پایله کې يې نه یوازې د افغانستان بلکې د ټولې سیمې امنیت سره مرسته کړې ده او د سیمې د امنیت پرخلاف تر ډېره د پخوانیو ګواښونو مخه نیول شوې ده.

د پاکستان وروستۍ نا امني نوې نه ده بلکې د تېرو شلو کالو تسلسل دی. د ا. ا. ا. ټینګه اراده لري چې هیچا ته به اجازه ور نه کړي ‏چي د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو په ځانګړې توګه د ګاونډیانو پر ضد وکاروي. همداراز پاکستان ته مشوره ورکوو چي په نړیوالو کانفرانسونو کې د شکایت پرځای دې دوه اړخیز مسایل مخامخ له افغان حکومت سره بحث کړي.