۲۰ ٱلْمُحَرَّم ۱۴۴۶

نن د ١٤٠١ ه ش کال د حوت ١٥ د هرات ولایت اسلام قلعه بندر له لاري (۲۶۸) تنه افغان بندیان چې په ایران هیواد کې زنداني وو، د دواړو هیوادونو ترمنځ د مذاکراتو او توافق په نتیجه کې افغان حکومت ته وسپارل شول.

په یادو مراسمو کي په تهران کي د افغانستان د سفارت سرپرست محترم مولوي فضل محمد حقاني، د زندانونو عمومي مسئول مولوی محمد یوسف مستري، په هرات کی د بهرنیو چارو ریس مولوی شیر احمد عمار او نورو امارتي مسئولینو ګډون کړی و.
دغه توافق څو ورځي وړاندي د لوی څارنوال په مشري د بهرنیو چارو او محابسو عمومي ریاست د استازو په ګډون ایران ته د تللي لوړرتبه هیئت سره په تهران کي ترسره شو.
دغه ډول مثبت اقدامات به د دواړو هیوادونو ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې او همکارۍ لا ژورې او پیاوړې کړي.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ایران د اسلامي جمهوریت د دې مثبت اقدام قدرونه کوي.