۲۰ ٱلْمُحَرَّم ۱۴۴۶

نن د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزير مولوي اميرخان متقي سره د جاپان سفير ښاغلي تاکاشي اوکاډا وکتل.

د جاپان سفير په افغانستان کې د عمومي امنيت ټينګښت په تېرو ۴۰ کالو کې بې ساری وباله. هغه د نورو موضوعاتو يادونې تر څنګ وويل چې دوی له افغانستان سره د مخدره مواد، زدکړو، اقليم بدلون، اوبو مديريت، تاريخي اثار، روغتيا او نورو برخو کې ښکیلتیا او د همکاريو پراختيا ته لېواله دي.

ورپسې د بهرنيو چارو وزير وويل چې نړېوال بايد د امنيت ټينګښت، د مخدره توکو، زدکړو، د معتادينو درملنې، د روغتيايي خدماتو او نورو برخو کې لاس ته راوړنو سترګې پټې نه کړي او داسې لار اختيار کړي چې پر مټ يې مثبت خوا ته لاړ شو.

په پای کې په تعامل او د همکاريو په پراختيا په اړتيا ټينګار وشو.