د بهرنيو چارو وزير په کابل کې د‌پاکستان سفير احضار کړ

د ا.ا.ا بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفارت شارژدافیر احضار کړ او د پاکستاني پوځ له لوري د افغانستان د هوايي حریم د نقض او په کنړ او پکتیکا ولایتونو کې پر ملکي سیمو او تأسیساتو د هوايي بریدونو په اړه یې احتجاج لیک ورته وسپاره.

د افغانستان اسلامي امارت دغه بریدونه د افغانستان د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره نقض بولي او په کلکو ټکو یې غندي. اسلامي امارت یو ځل بیا هغه ادعاوې په کلکه ردوي چې ګواکې په پاکستان کې وروستۍ امنیتي پېښې د افغانستان له خاورې سرچینه اخلي.

د افغانستان اسلامي امارت باور لري چې د دا ډول بې‌بنسټه ادعاوو مطرح کول او د هغو پر بنسټ د پوځي اقداماتو توجیه کول، د واقعیتونو د تحریف او د عامه افکارو د مغشوشولو هڅه ده.

پاکستان باید د خپلو امنیتي او سیاسي ستونزو د حل لپاره د نورو هېوادونو پر ملامتولو او د خپلو داخلي ستونزو د بهرني اړخ سره د تړلو پر ځای ، د خپلو مسؤلیتونو او واقعي لاملونو پر موندلو او حل تمرکز وکړي.