د افغانستان لپاره د بیلاروس جمهوریت نوي ټاکل شوي غیرمقیم سفیر، ښاغلي السکاندر سریګوویچ اوګورودنیکوف، د خپل باورلیک کاپي د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر، محترم مولوي امیرخان متقي، ته وسپارله.
د هیواد د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي سفیر ته د نوي ماموریت د بریا هیله څرګنده کړه او د بهرنیو چارو وزارت له لوري یې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ. نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره اوسنی فرصت مهم وباله او د اقتصادي همکاریو او سمیه ېیز اتصال پر پیاوړتیا یې ټینګار وکړ.
د بیلاروس نوي ټاکل شوي سفیر د اسلامي امارت له اقتصادمحوره سیاست څخه د رضایت په څرګندولو سره ژمنه وکړه چې د خپل ماموریت پر مهال به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره هڅې وکړي.