د بهرنیو چارو وزیر له خپل قرغزستاني سیال سره ټیلیفوني خبرې وکړې

د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي او د قرغزستان د بهرنیو چارو وزیر ژینبېک کولوبایف ترمنځ د دواړو هېوادونو د دوه اړخیزو اړیکو او د ګډو همکاریو د لا پیاوړتیا په اړه ټلیفوني خبرې وشوې.

په دې خبرو کې د افغانستان او قرغزستان ترمنځ د سیاسي اړیکو، اقتصادي تعاملاتو، سوداګرۍ، پانګونې او ګډو پروژو د پراختیا په اړه بحث وشو. د هیواد د بهرنیو چارو وزیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د شته تفاهماتو د عملي کېدو او د نوو همکاریو د رامنځته کولو په برخه کې د افغانستان چمتووالی څرګند کړ او ویې ویل چې اړوندې ادارې د ګډو پروژو د عملي کولو او د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره د هر اړخیزې همکارۍ ملاتړ کوي.

همداراز، د لوړپوړو پلاوو د تګ راتګ، منظم سیاسي تعامل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا په اړه خبرې وشوې.
مولوي امیرخان متقي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غیر دایمي غړي په توګه د قرغزستان ټاکل مهمه لاسته راوړنه وبلله او په دې چوکاټ کې یې د افغانستان او قرغزستان ترمنځ د ګډو همکاریو او متقابل ملاتړ پر اهمیت خبرې وکړې.
دواړو لورو د افغانستان او قرغزستان ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا او د موجودو تفاهماتو د عملي کولو پر دوام ټینګار وکړ.