د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان د فوق العاده غونډې په ترڅ کې د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر ښاغلي مولود چاوش اوغلو سره وکتل.

په دې کتنه کې د افغانستان او ترکیې ترمنځ پر دوه اړخیزو ډیپلوماتیکو اړیکو او ګډو همکاریو خبرې وشوې. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې ترکي شرکتونه او سوداګر به افغانستان ته سفر وکړي. وزیر متقي وویل چې د ترکیې سوداګرو او بشري سازمانونو ته به امنیت او اسانتیاوې برابرې شي او ټول خنډونه به لرې شي.