د ااا د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقی د افغانستان په اړه د او آي سي نړيوال کانفرانس په جريان کي د بشري کومکونو په برخه کي د ملګرو ملتونو د عمومي سرمنشي مرستيال ښاغلي مارټن ګريفت سره وليدل.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير په دغه ناسته کي د ملګرو ملتونو څخه مننه وکړه چي نړيوال بشري کومکونه افغانستان ته را جلبوي او غوښتنه يې وکړه بايد د عاجلو مرستو تر څنګ انکشافي کومکونه را جلب کړي، هم پخوانۍ انکشافي پروژې بيرته پيل شي او هم نوي پروژې پيل کړي او د افغانستان د بانکي سيسټم څخه بنديزونه پورته سي. تر څو افغان ولس د نړۍ سره تعاملات وکولاي سي. د سرمنشي مرستیال د همکاري وعده وکړه.