ډېپلوماټیک پاسپورټ، هغو امارتي چارواکو ته ورکول کېږي، چې د نظام د علیا مصالحو او رسمي چارو د پالنې او تر سره کولو په موخه د مشرتابه د لارښوونو له مخې بهر ته سفر کوي.
د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو عمومي ریاست لخوا سیاسي پاسپورټ د منل شوي قانون او طرز العمل پر بنسټ او د وزارت د مقام په لارښوونه صادرېږي.