د هوايي ډگر اجازه لیک، په افغانستان کې د منل شوو بهرنیو ډېپلوماټیکو او سیاسي استازولیو غړو ته، د کابل نړیوال هوايي ډگر اړوندو ساحو ته د ننوتلو لپاره ورکول کېږي؛ څو بهرني ډیپلوماټان افغانستان ته د خپلو رسمي مېلمنو هر کلی او مرسته په اسانۍ وکړي.
د هوايي ډگر اجازه لیک، د یو کال لپاره ورکول کېږي، چې بیا ځلي تمدید یې شونی دی. په هېواد کې د ځانگړو مراسمو د لمانځنې په مهال چې د بهرنیو مېلمنو د راتک او هرکلي اړتیا وي، دا کارت د لنډې ټاکلې مودې لپاره وړاندې کېږي او له پای ته رسېدو وروسته د اعتبار وړ نه گڼل کېږي او بیا ځلي نه تمدیږي.