په دغې ناستې کې چې د اسلامي همکاريو سازمان سياسي معاون، ښاغلي يوسف بن محمد الضبيعي، هم ګډون درلود، دکتور طارق بخيت وويل چې افغانستان ته د دوی د راتګ هدف د افغانستان په اړه د اسلامي همکاريو سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو د فوق العاده غونډې د پرېکړو تطبيق او په کابل کې د ياد سازمان د دفتر رسمي پرانستنه ده چې له لارې به يې ډېر ژر د افغانستان له خلکو سره بشري مرستې پيل کړي.
د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي د افغانستان له خلکو سره د اسلامي همکاريو سازمان د غړو هيوادونو له مرستو څخه مننه وکړه ويې ويل چې د ا.ا.ا. نه يوازې د ياد سازمان بشري او پرمختيايي مرستو ته د هر ډول اسانتياوو برابرولو ډاډ تازه کوي، بلکې د ياد سازمان غړي هيوادونه په افغانستان کې د پانګونې له لارې د متقابلې ګټې فُرصتونو ته هم رابولي.همداراز دواړو لورو په افغانستان کې د اسلامي همکاريو سازمان له خوا د نړيوال اسلامي پوهنتون د جوړېدو او د ۲۰۲۴م کال له پاره د اسلامي هيوادونو د فرهنګي پايتخت په توګه د کابل د انتخابېدو د بهير د بياپيل د اړتيا او يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه هم خبرې وکړې.