د بهرنیو چارو وزیر وویل، وخت رارسېدلی چې له ایران سره اقتصادي راکړه ورکړه زیاته شي او غوښتنه یې وکړه چې د تجارت او ترانزیټ په برخه کي سهولتونه رامنځته شي، دغه راز متقي صاحب د ژمي په رارسیدو سره له ایران څخه د اړتیا وړ اړینو توکو په وارداتو کي د زیاتوالي یادونه وکړه.
د ایران مرستیال سفیر ښاغلي مرتضوي په افغانستان کي له امنیتي وضعیته خوښي وښوده او د ایران-افغانستان ترمنځ د تجارت د ودې لپاره د سهولتونه د رامنځته کولو په برخه کي یې د همکاري ژمنه وکړه.