افغانستان لپاره د اغاخان انکشافي شبکې ځانګړي استازي اکبر علي پسناني د ا.ا.ا. بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره وکتل

په پیل کې ښاغلي پسناني د بهرنیو چارو وزارت مخته په غزېدلي سړک د خونړۍ حادثې په اړه غمرازي شریکه کړه او په پېښه کې د زخمي شویو کسانو د معالجې په اړه یې د همکارۍ وړاندیز وکړ.
نوموړي د افغان حکومت له ښه تعامل څخه په ځانګړې توګه خوست او پکتیکا کې د زلزله ځپلو لپاره د کورونو جوړولو په برخه کې د همکارۍ مننه وکړه او په وینا یې نړیوالو سازمانونو او خیریه مؤسسو ته مشوره ورکوو چې له افغان حکومت سره همغږي او تعامل د پرمختګ لپاره یوازېنۍ او اغېزمنه لار ده.
ورپسې ښاغلي متقي صاحب د اغاخان انکشافي شبکې د ښه نیت او خدماتو د قدردانۍ تر څنګ په راتلونکې کې هم د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ او هغوئ یې په اړونده برخو کي لازیاتو خدماتو ته وهڅول .