نن د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره د یاد وزارت په ستورې ماڼۍ کې د افغانستان لپاره د ایران د جمهور ریس ځانګړي استازي او سفیر ښاغلي حسن کاظمي قمي، د سفارت مرستیال، ډیپلوماټانو او په هیواد کې د ایران د څلورو کونسلګیریو مسؤلینو ولیدل.

په دغه ناسته کې د ا.ا.ا. د ویندوی محترم ذبیح الله مجاهد په شمول د بهرنیو چارو وزرات یو شمیر رئیسانو هم ګډون درلود، په سیاسي موضوعاتو سربېره د ویزو په برخه کې د لازم تسهیل او چټکتیا رامنځته کولو، د تجارت او زراعت په برخو کي د نویو اقداماتو او یو شمېر نورو موضوعاتو د بهبود په تړاو خبرې وشوې.
د یادونې وړ ده چې په دې اوږده ناسته کې د هر اړخیزې همکارۍ او هماهنګۍ په اړه مفصل او راڼه بحثونه ترسره شول.