نن د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره د افغانستان لپاره د چاپان هیواد شارژدافیر ښاغلي تاکاشي اوکادا وکتل.

په ناسته کې یو په شمیر مهمو سیاسي مسایلو، بشري همکاريو، د افغانستان او سیمي په اوسني وضعیت يې خبرې اترې وکړې او تاکيد وشو چې د افغانستان او نړۍ تر مينځ د مثبتو ګامونو په اخیستلو سره بهتره تعامل را منځ ته شي.