په پيل کې د بهرنيو چارو وزير په ترکيه کې د وروستۍ زلزلې له امله ښاغلي سفير سره يو ځل بيا د افغان حکومت او ولس ژوره خواخوږي څرګنده کړه او د خپلو امکاناتو په محدوده کې يې د ترکيې ورور مسلمان ولس سره د مرستې ډاډ ورکړ.ښاغلي سفير هم د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه د افغانانو د مينې، خواخوږۍ او ملاتړ مننه وکړه او زياته يې کړه چې تراوسه پورې په زلزله کې ۴۱ زره انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دا شمېره په لوړېدو ده چې ښايي دا زلزله د ترکيې په تاريخ کې بېساري شي.وروسته پر دوو اړخيزو اړيکو او يو لړ نورو سياسي، اقتصادي او د دواړو لوريو د لېوالتیا وړ مسايلو باندې هم مفصلې خبرې او د همکاريو په دوام تاکيد وشو.