دکتنې په لړ کې د مالېزیا ځانګړي استازي د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه خوښي څرګنده کړه او زیاته يې کړه چې زه د مالېزیا د بهرنیو چارو وزیر د ځانګړي پيغام سره افغانستان ته راغلی یم؛ هیله لرم چې د دې پیغام پر مټ به د دواړو هېوادونو اړيکې د پخوا په پرتله لا پراختیا ومومي. په ورته وخت کې تمه لرم چې له کابل څخه به هم د اړیکو او همکاریو د پراختیا پیغام له ځان سره وړم.
ورپسې، د بهرنیو محترم وزیر ښاغلي احمد اعظم عبدالرحمن ته د دې نوې دندې مبارکي ورکړه او هیله يې څرګنده کړه چې شخصاً تاسو به د دې اړیکو په پراختیا کې رغنده رول ولوبوئ. ستاسو د بهرنیو چارو وزیر پیغام مونږ ته ډېر د اهمیت وړ دی او باور لرم چې د دواړو هېوادونو د اړیکو په لا پياوړتیا کې به ګټور ثابت شي.
د دواړو هېوادونو د سوداګرو تګ راتګ او په افغانستان کې پانګونې ته ښه فرصتونه شته چې باید ورڅخه ګټوره استفاده وشي.
په پای کې، دواړو لوریو د اړیکو په پراختیا او د همکاریو په پیاوړتیا ټينګار وکړ.