دبهرنيو چارو وزارت او په بغداد کې دافغانستان داسلامي امارت د سفارت په هلو ځلو د هيواد ٢٥ تنه اتباع چې د عراق جمهوري دولت په زندانونو کې د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله بنديان ول آزاد شول، او د اړینو اسنادو له برابرولو وروسته هیواد ته راستانه شول.
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د هیواد د اتباعو د حقوقو څخه دفاع خپله وجیبه بولي، په عراق او د نړۍ په نورو ټولو هیوادونو کې د خپلو اتباعو د خلاصون لپاره ولس ته اطمنان ورکوي او د خپلو سفارتونو د مسئولینو د هڅو قدرونه کوي.