‏د ا.ا.ا. د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي په مشرۍ يو پلاوی د چين ولسي جمهوریت په رسمي بلنه دچین شي‌ژانګ ايالت اړوند د ټرانس هماليا فورم درېیمه ناسته کې د ګډون په موخه د چين په لور روان شو.

په پلاوي کې د اقتصاد وزارت معين ډاکټر عبدالطيف نظري او یو شمیر نور مسئولبن شامل دي.‏په یاد فورم کې د هماليا د غرونو شاوخوا هېوادونو ترمنځ پر اقتصادي همکاریو، سيمه‌ييز اتصال او ايکولوژيکي بدلونونو باندې بحثونه کېږي.
د بهرنیو چارو وزیر او مل پلاوی به د دې فورم په څنګ کي د چین ولسي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر او نورو هیوادو له استازو سره دوه جانبه ناستي هم ولري.