د بهرنیو چارو وزیر له خپل ازبکستاني سیال سره وکتل

د ا.ا.ا. د بهرنيو چارو وزير محترم مولوي امير خان متقي نن په استانبول کې د ازبکستان د بهرنيو چارو وزير بختيار سعيدوف سره وليدل.
په دې ناسته کې په گڼو برخو کې د افغانستان او ازبکستان پر دوو اړخيزو اړيکو، په ځانگړې توگه د سيمه‌ييز اتصال، افغان ټرانس او دوې اړخيزې سوداگرۍ خبرې وشوې.