د افغانستان لپاره د مالیزیا ځانگړي استازي ښاغلي داتو احمد اعظم او ورسره مل پلاوي د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیر خان متقی سره وکتل.
په دې کتنه کې د افغانستان او مالیزیا تر منځ په سیاسي او اقتصادي اړیکو او د همکاريو پر پراختيا خبرې وشوې.
د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او مالیزیا ترمنځ شته دیپلو ماتیکي، دیني، کلتوري او اقتصادي اړېکې د لا پراخوالي په حال کي وبللې او د تاریخ په اوږدو کې يې له افغانستان سره د مالیزیا د ښه نیت او همکاریو مننه وکړه.
مولوي امير خان متقي وويل: له نړيوالې ټولنې سره د افغانستان اړيکې مخ پر پراخېدو دي او له گاونډيو او سيمه ييزو هېوادونو سره مثبت تعاملات لري او زياته يې کړه چې افغانستان لېواله دی چې د جنوب ختیځې اسیا له هېوادونو سره خپلې اړیکې پراخې کړي.
د مالیزیا د هیئت غړو د مالیزیا او افغانستان تر منځ د اړیکو په پراختیا ټینگار وکړ او د افغانستان وضعیت يې مخ په وده تعبیر کړ او ويې ویل: د مالیزیا د لومړي وزیر ښاغلي انورابراهیم په ځانگړي هدایت يې د افغانستان دا سفر تنظیم کړی دی او هیله يې څرگنده کړه چې په راتلونکي کې په لوړه کچه سفرونو ته زمینه مساعده شي.