نن د ا.ا.ا. بهرنيو چارو وزير محترم مولوي امير خان متقي سره دسره صليب او سري میاشتې ټولني نړيوال فدراسيون IFRC د آسيا پاسيفيك حوزي مشر ښاغلي الكساندر ماتيو وكتل.
په ناسته کې د هیواد د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کي دسره صليب او سري میاشتې ټولني خدمات وستایل او په اړوندو برخو کي یې د اړمنو هیوادوالو سره د مؤثرو همکاریو په باب ټینګار وکړ، متقي صاحب دغه راز د سرې میاشتې نړیوالې ټولنې په شمول په ټولو نړیوالو خیریه مؤسسو او بنسټونو باندي د اړمنو افغانانو د لاسنیوي ږغ وکړ او په ځانګړي ډول یې وویل؛ دا چي دې وروستیو کې له پاکستان اوایران څخه د افغان مهاجرینو راستنول او راتلل زیات شوي نو اړتیا ده چې له هغوی سره د سرپنا، پاکو ابو، صحي خدماتو برابرولو او په ټوله کې د اقتصادي بوختیا لپاره یې اغیزمن ګامونه واخیستل شي.
نوموري دغه راز غوښتنه وكړه چي د سوري زړه د ناروغو ماشومانو د درملني لپاره دي په هیواد کي دننه مجهز او معیاري کلینیکونه جوړ شي.
ښاغلي الكساندر په خپلو خبروپه كي وویل، افغانستان كي اوس مهال د۳۰۰په شاوخوا کې کلینیکونو اوشفاخانو سره د مرستو لړۍروانه ده او ژمنه یې وکړه چې د صحي مرستو دغه لړۍ به نوره هم پراخه کړي. همدا راز ښاغلي متیو مننه وكره چي افغان حكومت ورسره د فعاليتونو او خدماتو په عادلانه وړاندي كولو كي همكارئ ترسره كړې دي، نوموري دغه راز ژمنه وكړه چې د سوري زړه ناروغانو ته د لا زیاتو خدماتو د وړاندي کولو په برخه کي به ګړندۍ هڅې کوي او د بي وزلو او اړمنو افغانانو لاسنيوي ته به ادامه ورکوي.
د ناستي په پاي كي د ګډو همکاریو پر دوام، د بشري مرستو پر زياتوالي، او په افغانستان کې د صحي مراکزو په تمويل او تجهيز هرارخيز بحث او د همکارۍ ډاډ څرګند شو.