د بهرنیو چارو وزارت د قونسلي چارو ریاست د مصدقه سندونو متقاضیانو لپاره د لا اسانتیاوو برابرولو، له ولایتونو څخه مرکز ته د تګ راتګ له اضافي لګښتونو او د وخت ضیاع څخه د مخنیوي په موخه، په پام کې لري چې د کابل تر څنګ، د هېواد په ټولو ولایتونو کې د افغان پوسټ امارتي شرکت د ولایتي څانګو له لارې د سندونو اخیستلو او تصدیق بهیر پيل کړي.
له همدې امله د مصدقه سندونو متقاضیانو ته خبر ورکول کیږي چې سر له (۱۴۰۴/۵/۱ هـ ش) نېټې څخه خپل ټول هغه سندونه چې د بهرنیو چارو وزارت په ولایتي استازولیو کې نه تصدیقیږي، لکه داخلي تعلیمي او تحصیلي سندونه، په بهر کې د ا.ا.ا د سیاسي او قونسلي استازولیو له لوري صادر او تایید شوي او نور ورته مصدقه سندونه، د خپل ولایت اړوند پوسټ خونې له لارې د بهرنیو چارو وزارت ته ولېږي او د یاد وزارت له تصدیق وروسته، بېرته یې له هم هغې پوسټ خونې ترلاسه کړي.
د بهرنیو چارو وزارت تل پدې هڅه کې دی چې د قونسلي خدمتونو د لا ښهوالي او پراختیا په برخه کې خپلې هڅې ګړندۍ او د مراجعینو لپاره نورې اسانتیاوې هم رامنځته کړي.
د نورو معلوماتو لپاره د 199 شميرې سره اړیکه نیولای شئ.